Asset 1SWN

سلام وطندار

په ۱۹ ولایتونو کې د پولیو واکسین کمپاین پیل شو

پولیو واکسین

د عامې روغتیا وزارت مسوولان وايي، نن دوشنبه (سرطان، ۳۰) د هېواد د ۱۹ ولایتونو په ۱۸۷ ولسوالیو کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو واکسین درېیم فرعي کمپاین پیل شو.

د دغه وزارت ویاند شرافت زمان امرخېل وویل، د دې کمپاین په جریان کې به چې څلور ورځې دوام کوي، نږدې ۷.۳ میلیون له پنځه کلونو کم‌عمر ماشومانو ته د پولیو واکسین تطبیق شي.

هغه له قومي مشرانو، دیني عالمانو او د سیمو له بانفوذه کسانو څخه هیله څرګنده کړې چې له واکسیناتورانو سره همکاري وکړي، ترڅو د واکسین په ښه‌ تطبیق سره د پولیو ناروغي مخنیوی وشي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د هغه په وینا، د عامې روغتیا وزارت هڅه کوي چې د وقایوي تدابیرو په عملي کولو له ساري ناروغیو سره مبارزه وکړي.

د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو یوه ویروسي ناروغي ده چې درملنه نه لري، خو په واکسین سره یې مخنیوی کېدی شي.

د یادونې ده چې افغانستان او پاکستان نړۍ کې یوازیني دوه هېوادونه دي چې اوس هم په کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو ناروغي له منځه نه ده تللې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام