Asset 1SWN

سلام وطندار

شپږیزه لیګ؛ امو له ماتې پرته مخکښه لوبډله ده

519411046_1331609725635756_5374125083824833122_n

د شپږیزې کرېکټ لیګ سیالیو په لړ کې د نن ورځې په لومړۍ لوبه کې امو نهنګان لوبډلې بندامیر ته ماته ورکړه.

په دغه لوبه کې بندامیر لوبډلې د څلور لوبغاړو په سوځېدو سره سیالې لوبډلې ته د ۲۰۰ منډو هدف ورکړیو چې امونهنګان لوبډلې په وروستي بال ترلاسه کړ.

د بندامیر ښارماران لپاره لوبډلمشر حشمت‌الله شهیدي ۷۳ او شهزاد محمدي ۶۸ منډې جوړې کړې وې.

د امو نهنګان لپاره بیا شاهد‌الله کمال ناسوځېدلې ۴۴ منډې جوړې او قیس احمد هم په وروستي اوور کې خپلې لوبډلې ته بریا ورپه برخه کړه.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د نن ورځې دویمه لوبه کې مس‌عینک اتلان د بست ساتونکي پر وړاندې لوبېږي.

د شپږیزې کرېکټ لیګ د روانې جولای میاشتې پر ۱۹مه پیل او د اګست تر لومړۍ نېټې به دوام ولري.

په دغه لیګ کې پنځه لوبډلې د یوه بل پر وړاندې سیالي کوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام