Asset 1SWN

سلام وطندار

د میدان‌وردګ د جغتو ولسوالي ۴۰ کیلومټره خام سړک بیارغول شوی

c1c52fe8-f0df-4fcd-a112-7b5156e74bb8

د میدان‌وردګ محلي چارواکي وایي چې د جغتو ولسوالي اړوند عمومي او فرعي سړک چې شاوخوا ۴۰ کیلومټره اوږدوالی لري، د ولایتي ادارې له لوري بیارغول شوی دی.

د دغه ولایت د والي ویاند وحیدالله سروري سلام‌وطندار ته وویل، جغتو ولسوالي عمومي او فرعي سړکونه خام دي چې د وروستیو اورښتونو له امله ویجاړ او د دغه ولایت د والي په امر د ټولګټو چارو ریاست له لوري بیاروغول شول.

سروري په وینا، د یادو سړکونو په بیارغاونه کې د سړک هوارول، کانالونو پاکول او همدارنګه جغل اچول شامل وو.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د جغتو ولسوالي اوسېدونکې هم خوښ دي چې د ولایتي ادارې له لوري عمومي او فرعي سړکونه بیاورغول شول، خو ټینګار کوي چې دغه ولسوالي ته غځېدلی سړک دې په اساسي توګه پوخ شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام