د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراجالدین حقاني تېره ورځ کابل کې د پاکستان له کورنیو چارو وزیر سید محسن نقوي سره ولیدل.
ښاغلي حقاني د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پراخولو او د ښې همکارۍ لپاره د زمینې په برابرولو کې د داسې سفرونو کېدل ګټور وبلل.
هغه له افغان کډوالو او بندیانو سره د ښه چلند او اړينو آسانتياوو په رامنځته کېدو هم ټينګار وکړ.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د پاکستان کورنيو چارو وزير د امنيت او نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې دوه اړخيزه همکاري اړينه وبلله او په دې برخو کې يې د ګډو همکاريو د پياوړتيا ژمنه وکړه.
ښاغلي محسن نقوي زياته کړه چې سوداګرو او عامو خلکو ته به لازمې آسانتياوې رامنځته کړي او ژمنه یې وکړه چې د ستونزو په حل کې به په مشترکه توګه کار کوي.
د یادونې ده چې د پاکستان کورنیو چارو وزیر سید محسن نقوي تېره ورځ یکشنبه د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته سفر کړی دی.