د پکتیکا له مرکز ښرنې د پکتيا زرمت ولسوالي پورې د ۳۸ کیلومتره په اوږدوالي د سړک جوړولو چارې پیل شوې.
د پکتیکا د ټولګټو چارو رییس مولوي محمد اکبر عادلي نن (دوشنبه، سرطان ۲۳) وویل، د دغه سړک جوړولو چارې به راتلونکو دوو کلونو کې بشپړې شي.
هغه وويل: «ياد سړک چې ۳۸ کيلومتره او ۷۴۰ متره اوږدوالي لري او د څنګ د شولډرو سره ۱۱ متره سور لري، په دوه فازونو کې جوړيږي چې سږکال يې د شاوخوا ۱۷ کيلومتره د جوړېدو کارونه پيل شول چې ټول شاوخوا ۳۳۳ ميليون افغانۍ لګښت پرې کيږي.»
نوموړي زیاته کړه چې ياد سړک پخوا جوړ شوی وو، خو اوس کنډ کپر شوی چې بيرته له سره اړول کيږي او جوړيږي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د هغه په وینا، له مرکز ښرنې د پکتيا زرمت ولسوالي پورې د سړک دویم فاز چارې به راتلونکی کال پيل شي.
د ياد سړک چارو په پيل ته د پکتيکا اوسيدونکي خوښ دي او وايي، د سړک په جوړيدو به يې د تګ راتګ پر مهال ډيرې ستونزې حل شي.
يو تن قومي مشر پاچا خان وویل، د پکتیکا له مرکز ښرنې څخه د پکتیا تر زرمت ولسوالي پورې سړک په جوړيدو سره به، د خلکو ستونزې حل شي او سوداګر به په اساني سره خپل توکي ليږدولی شي.
د پکتيکا اوسيدونکو غوښتنه وکړه چې د ياد سړک جوړيدو پر مهال دې ولايتي مسوولان د چارو کيفيت ته ډېره پاملرنه وکړي.