Asset 1SWN

سلام وطندار

له ایرانه د افغان کډوالو اېستل؛ د یوناما مشره هرات ته تللې

یوناما مشره

افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سياسي استازولۍ یا یوناما مشره روزا اوتونبایوا د کډوالو په چارو کې د دغه سازمان د عالي کمېشنرۍ له استازي عرفات جمال سره یو ځای هرات ته سفر کړی.

اغلې اوتونبایوا د هرات والي سره لیدنه کې ویلي چې د اسلام کلا له پولې د لیدنې لپاره یې د افغانستان لوېدیځ ته سفر کړی.

د یوناما مشر ویلي، هڅه کوي د اړوندو بنسټونو په همکارۍ د راستنیدونکو غوښتنې نړیوالو ته ورسوي، څو د دې پروسې په مدیریت کې لازمه همکاري وشي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د هرات والي هم د یوناما له مشرې غوښتي چې د راستنېدونکو وضعیت له نژدې وارزوي او د اړتياوو تامین لپاره یې همکاري وکړي.

د چارواکو په وینا، یوازې تېره جون میاشت کې شاوخوا نیم میلیون افغانان له ایرانه په زوره اېستل شوي دي.

اخوا تېره ورځ د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت د هرات اسلام‌کلا پولې څخه د لیدنې پرمهال ویلي، سرپرست حکومت بیرته راستنېدونکو ته د خدماتو رسولو او موقت سرپناه جوړولو لپاره یو نیم میلیارد افغانۍ ځانګړې کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام