Asset 1SWN

سلام وطندار

د غزې محاصره؛ تر سلو ډېر نوي زېږېدلي ماشومان خطر سره مخ دي

A nurse cares for prematurely born Palestinian babies that were brought from Shifa Hospital in Gaza City to the hospital in Rafah, Gaza Strip, Sunday, Nov. 19, 2023. (AP Photo/Hatem Ali)

د اسراییل له لوري د غزې محاصرې په دلیل، هلته د روغتونونو امکانات مخ په ختمېدو دي چې له امله یې تر سلو ډېر نوي زېږېدلي ماشومان د مرګ خطر سره مخ دي.

د راپورونو پر اساس، غزه کې د روغتونونو مسوولانو د مرستو غوښتنه کړې او خبرداری یې ورکړی چې د اسراییل له لوري محاصره به ډېر ژر د درملنې مرکزونه په هدیرو بدل کړي

د غزې په شمال کې د «الشفاء» او سویل کې د «ناصر» روغتون مسوولانو د چهارشنبې په ورځ وویل، د سوند توکي یې مخ په ختمېدو دي او د ناروغانو په ځانګړې توګه د نویو زېږېدلو ماشومانو د درملنې توان نه‌لري.

غزه کې د درملنې تر ټولو د ستر روغتون الشفاء مسوول ابو سلمیه وویل، دغه روغتون کې تر سلو د ډېرو بې‌وخته زېږېدلو ماشومانو او د ۳۵۰ دیالیز ناروغانو ژوند د مرګ له خطر سره مخ دی.

هغه وویل: «د اکسیجن ډبې له له کاره ولویږي، کوم روغتون چې اکسیجن ونه‌لري، هغه روغتون نه دی، د وینې بانک او لابراتوار به فعالیت ودرول شي او وینې به یخچالونو کې خرابې شي.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د هغه په وینا چې روغتون به نور د درملنې مرکز نه‌وي، بلکې د خلکو لپاره به په هدیرې بدل شي.

د غزې سویل ته خان یونس ښار کې هم د «ناصر» طبي کمپلیکس مسوولان وايي چې دغه روغتون د تیلو کمښت سره مخ دی.

دغه روغتون یوه بیانیه کې ویلي چې د سوند توکي نور ختم شوي او ډاکټران د انسانانو د ژوند ژغورلو لپاره د وخت، مرګ او تیارو پر وړاندې مبارزې ته داخل شوي.

اعلامیه کې ویل شوي چې: «د ډاکټرانو ټیم تر وروستۍ شېبې جنګیږي. مخکې له دې چې د ناصر روغتون د ناروغانو لپاره په هدیرې بدل شي، هغه وژغورئ.»

دا داسې مهال دی چې اسراییلي ځواکونو د غزې پر بېلا بېلو سیمو هوايي او ځمکنیو بریدونو ته دوام ورکړی او تېره ورځ یې ۷۴ فلسطینیان وژلي او ګڼ شمېر نور ټپیان کړي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام