غزه کې د اسراییلو د روانې جګړې د پیل راهیسې تر دې مهاله ځمکنیو او هوايي عملیاتو پرمهال د اسراییلو ۸۸۷ سرتېري وژل شوي او ۶۰۶۰ ټپیان دي.
د ۲۰۲۳کال له اکتوبر راهیسې ۴۴۳ اسراییلي سرتېري غزه کې د ځمکنیو عملیاتو پرمهال وژل شوي دي. نږدې درې نیم زره سرتېري بیا ځمکنیو عملیاتو کې ټپیان شوي.
د الجزیرې خبري شبکې د راپور له مخې، غزه کې د جګړې پرمهال د اسراییلو په روغتونونو کې ۱۵۸ټپي سرتېري بستر دي. د ۱۸ روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.
د ورکړل شویو راپورونو پر بنسټ، د ۲۰۲۵ میلادي کال له پیل راهیسې غزه کې د اسراییلو ۵۰ افسران او سرتېري وژل شوي او ۱۱۸ نور ټپیان دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
بلخوا نن سهشنبه، جولای اتمه، د اسراییل پوځ ویلي چې د غزې شمال کې د یوې پېښې پرمهال یې، پنځه سرتیري وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان دي.
د اسراییلو ټایمز رسنۍ راپور ورکړی چې تېره شپه (دوشنبه، سرطان ۱۶) د غزې «بیتحانون» سیمه کې د یوې پېښې پرمهال ۵ سرتیري وژل شوي او ۲ نور ټپیان شوي.
راپور کې ویل شوي، اسراییلي پوځیانو ته نږدې د سړک غاړې ماین چاودنې له امله ۱۲ نور پوځیان ټپیان شوي دي.
د اسراییل پوځ د پېښې څرنګوالي په اړه ډېر جزییات نه دي ورکړي، خو ویلي یې دي چې ښايي حماس یا غزه کې نورو وسلهوالو ډولو پلان جوړ کړی وي.