د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اسراییلو له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره په سپینه ماڼۍ کې د لیدنې پرمهال ویلي چې ایران سره د خبرو نوی پړاو پلان شوی او په وینا یې، هیلهمند دی چې اړ نهشي، بیا پر ایران برید وکړي.
نوموړي د یادې لیدنې پرمهال همداراز ټينګار کړی چې پر ایران د امریکا بریدونو د یاد هېواد اټومي تاسیسات په بشپړه توګه لهمنځه وړي دي.
نوموړي ویلي: «موږ ایران سره خبرې پلان کړي دي. دوی غواړي خبرې وکړي. د دوی پر درېوو اټومي تاسیساتو زموږ بریدونو دوی ته لوی زیان رسولی. کوم بمونه چې موږ اچولي، د تاریخ غیراټومي ستر بمونه دي او موږ غواړي چې دوی غیراټومي وساتوو. دا برید د جګړې پای ته رسولو لپاره وو.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
ټرمپ د یوې پوښتنې په ځواب کې چې څه شی به نوموړی پر ایران بیابرید کولو ته اړ کړي وویل: «هیلهمند یم چې داسې کار ته اړ نهشم. زه حتا نهغواړم چې تصویر وکړم. حتا نهغواړم وانګېرم چې دوی به دا کار وغواړي. دوی غواړي لیدنه وکړي او پایلې ته ورسېږي.»
د منځني ختیځ لپاره د ډونالډ ټرمپ ځانګړي استازي هم ویلي چې ښايي راتلونکو څو اوونیو کې له ایراني پلاوي سره د مذاکراتو نوی پړاو پیل کړي.