د افغانستان کرکټ بورډ ویلي چې د کرکټ لوبڅار بسمالله جان شینواری د ورپېښې ناروغۍ له امله ومړ.
کرکټ بورډ د هغه ناروغي په اړه ډېر جزییات نهدي ورکړي، خو د ارواښاد شینواري مړینه یې ستره او نهجبرانېدونکې ضایعه بللې.
کرکټ بورډ په دې ستر غم کې د ارواښاد شینواري له کورنۍ او خپلوانو سره خواخوږي څرګنده کړې.
د افغانستان کرکټ بورډ تېره شپه (دوشنبه، سرطان ۱۶) په پیغام کې ویل شوي چې: «د بسم الله جان شینواري یاد به تل په زړونو او ذهنونو کې وي.»
ارواښاد شینواري د کرکټ لوبڅارنې اوږده تجربه درلوده او د افغانستان کرکټ بورډ د لوبڅارانو (ایلیټ پلاوي) غړی وو.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
بسمالله جان شینوراي په ۳۴ یو ورځنیو نړیوالو، ۲۶ شل اوریزو نړیوالو، ۳۱ فرسټ کلاس، ۵۲ لېست اې او ۹۶ کورنیو شل اوریزو سیالیو کې د لوبڅار په توګه دنده تر سره کړې ده.
هغه د لوبې په ډګر کې د لوبڅارۍ ترڅنګ، لسګونو کورنیو او نړیوالو لوبو کې د «ټلویزیون» لوبڅار په توګه هم برخه اخیستې وه.
د کرېکانفو ویبپاڼې د مالوماتو له مخې، ارواښاد شینواري د ۲۰۱۷ کال په ډسمبر کې لومړی ځل په شارجه کې د ایرلنډ او افغانستان ترمنځ د نړیوالې لوبې لوبڅارنه وکړه او وروستی ځل یې د امریکا او عمان ترمنځ په اماراتو کې د روان کال د فبروري پر ۱۸مه د یوې نړیوالې لوبې لوبڅار په توګه مسوولیت ترسره کړ.