د ابو او انرژي وزارت له لوري د ۲۷۵ میلیونه افغانیو په لګښت د هلمند سنګین ولسوالي کې د «نهرسراج کانال» د جوړېدو چارې پیل شوې.
د یادې پروژې پرانیستې مراسمو ته د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست مولوي عبدالطیف منصور، د هلمند والي مولوي عبدالرحمن مسلم کندوزي، د علماوو شورا رییس مولوي محمداسماعیل او ګڼشمېر نورو چارواکو او قومي مشرانو ګډون کړی وو.
د یاد وزارت سرپرست عبدالطیف منصور جوړې شوې غونډې ته وویل: «دا د خوښۍ ځای دی چې زموږ ولسونو ته د کرنې په برخه کې ستر خدمت تر سره کېږي. د دې کانال له لارې به خلک د اوبو له اسانتیاوو برخمن شي او د کرنیزو حاصلاتو په زیاتوالي کې به ستر بدلون راشي.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نوموړي زیاته کړه چې اسلامي امارت هڅه کوي د خلکو ژوند ته اسانتیاوې برابرې کړي او د وزګارتیا کچه راکمه کړي.
د هلمند والي مولوي کندوزي هم په غونډه کې وویل: «د نهرسراج د کانال دا ستره پروژه به د کرنیزو ځمکو خړوبولو ته زمینه برابره کړي. اوس به خلک نه مجبوریږي چې ځمکې شاړې پرېږدي. د دې پروژې په عملي کېدو سره به د غلو دانو تولید زیات شي.»
د ملي پراختیا شرکت مالي او اداري معین عادل د پروژې اهمیت ته په اشاره وویل: «د دې پروژو له برکته نه یوازې د اوبو ستونزې حلېږي، بلکې ځوانانو ته د کار زمینه هم برابریږي.»
چارواکي وايي چې د نهرسراج کانال د جوړېدو دا پروژه نه یوازې د کرنې د پراختیا لپاره مهمه ده، بلکې د سیمې اوسېدونکو ژوند کې به هم دوامداره بدلون راولي.