پاکستان تېره ورځ شمالي وزیرستان کې پر پاکستاني پوځیانو له ځانمرګي برید وروسته، افغانستان سره د غلامخان بندر لاره تړلې.
د خوست ولايت مقام یوه خبرپاڼه کې ویلي، پاکستان تېره شپه د غلامخان بندر د افغانستان کميسارۍ مسوولانو ته خبر ورکړلی چې یاده لاره د امنیتي ستونزو او مشکلاتو له امله تر نامعلوم وخت پورې تړل شوې ده.
خبرپاڼه کې له ټولو هېوادوالو، سوداګرو او مسافرو هیله شوې چې تر بلې خبرتیا پورې دې په یادې لارې له تګ راتګ ډډه وکړي او له بدیلو لارو څخه دې استفاده وکړي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د يادونې ده چې غلامخان لاره پاکستان سره يو له هغو ځمکنيو بندرونو دی چې ډيری صادرات او واردات پرې ترسره کيږي.
د پاکستاني رسنیو د راپورونو پر اساس، تېره ورځ شنبې شمالي وزیرستان کې د ځانمرګي برید پرمهال ۱۳ پاکستاني پوځیان وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان دي.
دغه ځانمرګی برید د شمالي وزیرستان د میرعلي «خدي» سیمه کې شوی چې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۹ ملکیان په کې ژوبل شوي هم دي.