پېښو سره د مبارزې ادارې مسوولان وايي، تېره یوه شپه او ورځ کې د هېواد په شپږو ولایتونو کې د سېلابونو راوتو له امله ۲ کسانو ژوند بایللی او ۵ نور ټپیان شوي.
پېښو سره د مبارزې ادارې د اطلاعاتو او نشراتو رییس یوسف حماد نن (شنبه، سرطان ۷مه) وویل، دغو سېلابونو کې سل کورونه په بشپړ او جزيي توګه وران شوي او شاوخوا ۶ زره او ۲۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه له منځه تللې ده.
هغه زیاتوي چې: «پېښو سره د مبارزې ملي ادارې د اړوندو بنسټونو او د ملي او نړیوالو موسسو په همکارۍ کابل، پنجشېر، خوست، لوګر، میدانوردګ او لغمان ولایتونو کې سروې پیل کړې. د لومړنیو مالوماتو پر اساس، تېرو ۱۸ ساعتونو کې دوو کسانو ژوند بایللی او ۵ نور ټپیان دي. سل کورونه په بشپړ او جزيي توګه وران شوي، شاوخوا ۶۲۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړه شوې ده.»
ورته وخت کې د سېلابونو پرمهال یوشمېر زیانمنې شوې کورنۍ وايي، سېلابونو کې درانه مالي زیانونه ور اوښتي دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د لوګر اوسېدونکي وحیدالله ساحل وویل:
«تېره ورځ د لوګر مرکز او ولسوالیو کې سېلابونه راغلل چې خلکو ته یې ډېر زیان اړولی. دغو سېلابونو کې کورونه او د خلکو کرنیزې ځمکې ویجاړې شوي دي.»
دې سره، د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست شنبه او یکشنبه د هېواد په ۱۴ ولایتونو کې یو ځل بیا د تېز باران، تالندې برښنا، بادونو او سېلابونو راوتلو اټکل کړی.
د هوا پېژندنې ادارې یوه خبرپاڼه کې ویلي چې یادو ولایتونو کې نورستان، کونړ، ننګرهار، کابل، لوګر، پکتیا، پکتیکا، خوست، میدانوردګ، لغمان، کاپیسا، پروان، غزني او زابل شاملیږي.
خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغو ولایتونو کې به د ورښت کچه له ۱۰ تر ۳۵ ملي مترو پورې ووسي.
د یادونې ده چې چين کې د اسلامي امارت سفیر بلال کریمي د ټرانس همالیا فورم پنځمه غونډه کې د اقلیمي بدلون له امله د افغانستان د زیانونو د يادونې ترڅنګ، له نړیوالو د ګډو همکاریو غوښتنه کړې ده.