چين کې د اسلامي امارت سفیر بلال کریمي د ټرانس همالیا فورم پنځمه غونډه کې دغه فورم د سیمهییز اتصال، اقتصاد، اقلیم، انرژۍ او پانګونې لپاره ارزښتناک وباله او د عملي پایلو هیله یې څرګنده کړه.
چین کې د اسلامي امارت سفارت تېره شپه (سرطان، ۶م) پر اېکسپاڼه لیکلي چې بلال کریمي د اقلیمي بدلون له امله د افغانستان د زیانونو د يادونې ترڅنګ، له نړیوالو د ګډو همکاریو غوښتنه وکړه.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نوموړي له بهرنیو پانګوالو هم وغوښتل چې افغانستان ته راشي او له فرصتونو ګټه واخلي.
هغه ډاډ ورکړ چې اسلامي امارت د دوی امنیت ته ژمن دی.
بلال کریمي همدارنګه ویلي، افغانستان د ثبات او اقتصادي ودې نوي پړاو ته دننه شوی او د ښه ګاونډ، پانګونې او سیمهییزو همکاریو هرکلی کوي.