Asset 1SWN

سلام وطندار

پکتیکا کې ۵۰۰ بې‌وزله کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه

۲۲۳۲۳۲۳۲۳

د پکتیکا د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه ولایت کې له ۵۰۰ بې‌وزله کورنیو سره د خوراکي او غیرخوراکي توکو مرسته شوې ده.

په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي د یاد ولایت په وړممۍ ولسوالي کې ۵۰۰ بې‌وزله او اړمنو کورنیو ته په ټولییزه توګه ۲۲ ټُنه خوراکي او غیرخوراکي توکو مرسته شوې.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


خبرپاڼه زياتوي چې ياده مرسته د هند سفارت له لوري د افغاني سرې مياشتې تر چتر لاندې د وړممۍ ولسوالي دوچینې سیمې بېلابېلو کلیو کې ۵۰۰ ثبت شوې اړمنو او  بې‌وزله کورنیو ته ووېشل شوه.

د خبرپاڼې له مخې، په کابل کې د هندوستان هېواد سفارت له لوري مرسته شويو دغو توکو کې هرې کورنۍ ته ۱۰ کیلو اوړه، ۱۰ کیلو وریجې، ۴ لیتره غوړي، ۴ کیلو بوره، ۳ کیلو لوبیا ،۳ کیلو دال، ۲ کیلو مۍ، ۲کیلو بیسکیت، ۱.۶ کیلو مکروني، ۱،۲ کیلو مالګه، ۲ بوتله د کالیو مینځلو مایع او د لاس منځلو صابون مرسته شوې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام