Asset 1SWN

سلام وطندار

هرات کې د خطاطۍ څلور ورځنی نندارتون پرانېستل شو

1000166839

د هرات محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د «خطاطۍ» څلور ورځنۍ نندارتون پرانېستل شوی دی.

دغه نندارتون د «ګنجینه‌يي درخشان په نوم د یاد ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د تېکا دفتر په همکاري پیل شوی.

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رییس احمدالله متقي وايي چې دغه نندارتون د ترکیې د نوموتي خطاط «استاد حسن چلبي» په یاد پرانېستل شوی.

د نوموړي په وینا، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت هېواد کې له هنرمندانو څخه هر اړخیز ملاتړ ته ژمن دی.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


بل‌خوا د هرات د خطاطانو انجمن رییس عبدالجلیل توانا بیا وايي چې په دې نندارتون کې د افغان او ترک هنرمندانو د خطاطي شاوخوا ۱۱۰ هنري اثار نندارې ته کېښودل شوي دي.

هرات کې د تېکا دفتر رییس عرفات دنیز بیا وویل چې د دواړو هېوادونو د ګډ فرهنګ معرفي کولو لپاره هڅه کوي چې ورته نندارتونونه لا ډېرجوړ کړي.

هرات کې له دې وړاندې هم په بېلابېلو فرهنګي برخو کې نندارتونونه جوړ شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام