Asset 1SWN

سلام وطندار

عراقچي د اسلامي همکاریو سازمان غونډه کې د ګډون لپاره ترکیې ته تللی

عراقچي

د ایران بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي نن شنبه د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه کې د ګډون لپاره د ترکیې استانبول ښار ته رسېدلی.

ایراني رسنیو ویلي چې د اسراییل له لوري پر ایران برید به د اسلامي همکاریو سازمان د غونډې د خبرو اصلي محور وي.

عراقچي داسې مهال د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه کې د ګډون لپاره ترکیې ته تللی چې د ایران او اسراییل جګړه نهمې ورځې ته غځېدلې.

د راپورونو له مخې دغو بریدونو کې تر دامهاله درانه زیانونه اوښتي او دواړو لورو د یو بل خاوره کې مهمې او ستراتیژیکې سیمې په نښه کړې دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


ورته مهال د ایران بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي له اين‌بي‌سي شبکې سره مرکه کې ویلي چې هېواد یې هېڅکله د یورانیمو غني کولو پروسه نه دروي.

هغه امریکا له ايران سره د ډیپلوماسۍ په برخه کې په خیانت کولو تورنه کړې او ویلي، نور پر امریکا باور نه دی پکار.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام