Asset 1SWN

ایران: مشهد کې نیول شوي افغانان له اسراییلو سره تړاو نه‌لري

Human_Rights_Abuses_in_Iran_in_March-min

د ایران دولتۍ رسنۍ تسنیم وايي چې د یاد هېواد په مشهد ښار کې د ۱۸ ناقانونه افغان کډوالو نیول‌کېدل، اسراییلو سره هېڅ تړاو نه‌لري.

یادې رسنۍ نن پنجشنبه، جون ۱۹مه پر خپله‌ اېکس‌پاڼه لیکلي چې یاد کسان له اسراییلو سره د همکارۍ او د بې‌پېلوټه الوتکو جوړولو کې هېڅ لاس نه‌لري او په وینا یې، دغه افغانان ایران کې د اوسېدو لپاره د قانوني اسنادو د نشتوالي له امله نیول شوي دي.

د تسنیم د راپور له مخې، د مشهد ښار په یوې څنډه کې نیول شوي دغه کسان له ایران شړل شوي دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


له دې وړاندې تېره ورځ همدې رسنۍ په یوه خبر کې ویلي و چې ایراني ځواکونو یو افغان وګړی اسراییلو ته د جاسوسۍ په تور نیولی دی.

د ایران او اسراییلو ترمنځ د روانې شخړې له پیل راهیسې پر ټولنیزو رسنیو ځینې ناتایید شوي، راپورونه خپاره شوي چې کواګې ایران کې یوشمېر افغان کډوال اسراییلو ته د جاسوسۍ په تور نیول شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام