د جاپان سفیر تاکایوشي کورمایا ویلي، روان کال د بیرته راستنېدونکو د ستونزو حل لپاره ۷.۵ میلیون ډالره لګوي.
د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت نن (پنجشنبه، جوزا ۱۹) پر اېکسپاڼه لیکلي چې د دغه وزارت سرپرست مولوي عبدالکبیر کابل کې د جاپان سفیر تاکایوشي کورمایا سره ليدلي.
دغه لیدنه کې د افغان کډوالو لپاره د بشري مرستو په چمتو کولو او جاپان سره د اسلامي امارت په اړیکو بحث او خبرې شوي.
د جاپان سفیر افغانستان سره د مرستو د دوام ډاډ ورکړی او ویلي، روان کال د بیرته راستنېدونکو د ستونزو حل لپاره ۷.۵ میلیون ډالره لګوي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د کورمایا په وینا، د جاپان مرستې په لنډمهاله پنډغالو کې خدماتو ته د لاسرسي او د راستنېدونکو د اقتصادي ستونزو حل ته ځانګړې شوي دي.
نوموړي په نړیواله کچه د بشري مرستو کمښت ته په اشارې سره زیاته کړه چې له افغانانو سره به د توکیو مرستې د پخوا په څېر دوام ولري او کمښت په کې نه راځي.
د کډوالو ارو وزارت سرپرست هم افغانستان سره د جاپان مرستې مهمه بللي دي.