د ایران تسنیم خبري اژانس وايي چې دغه هېواد کې اسراییلو ته د جاسوسۍ په تور د افغانستان یو وګړی نیول شوی دی.
تسنیم رسنۍ نن چهارشنبه، غبرګولي ۲۸مه، پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د اسراییلو د بهرني اطلاعاتو سازمان «موساد» ته د جاسوسۍ په تور یې، دغه افغان په رې ښار کې نیولی دی.
دې رسنۍ همداراز زیاته کړې چې دغه افغان په ایران کې د لېسانس دورې زدهکړیال دی او ځیرک ټېلېفون کې یې، د ډرون او بمب جوړولو اړوند ویډیوګانې موندل شوي دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د یاد افغان نوم او دا چې څنګه نیولی شوی، تراوسه څه نهدي ویل شوي.
د ایران حکومت له اسراییلو سره د جګړې پیل راهیسې یوشمېر کسان اسراییلو ته د جاسوسۍ او ښارونو کې د بېمنظمۍ رامنځته کولو په تور نیولي دي.
د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، نن هم د یاد هېواد د پلازمېنې تهران په اړوند سیمه کې چاودېدونکي توکي موندل شوي دي. په دې تړاو نور جزییات نهدي ورکړل شوي.