Asset 1SWN

غزه کې د اسراییلو بریدونه؛ ۳۴ کسانو ژوند له لاسه ورکړی

غزه

غزه کې روغتیايي چارواکي وايي چې د اسراییلي ځواکونو د بریدونو له کبله نن چهارشنبه، جون ۱۸مه ۳۴ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او یوشمېر نور ټپیان دي.

د فلسطین وفا خبري اژانس ویلي چې ډېری وژل شوي، مرسته ترلاسه کوونکي او ملکیان دي.

بل‌خوا غزه کې د ملکي دفاع اداره وايي چې د غزې مرکزي سیمه کې د اسراییلو بریدونو له امله یوولس کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او څه باندې ۱۰۰ نور ټپیان شوي دي.

لس نور کسان چې یوه مېرمن او ماشومان یې هم په‌کې شامل دي، پر مغازي کمپ د اسراییلو بریدونو له امله خپل ژوند بایللی دی.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


وفا خبري اژانس همداراز خبر ورکړی چې د غزې مرکزي سیمه زیتوب کې بیا پر یوې خېمې د برید له امله اته کسان مړه شوي دي.

پنځو نورو کسانو بیا په خان یونس کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. په دې پنځو کې یوه مېرمن او دوه ماشومان شامل دي.

پر غزې د اسراییلو برید له امله تر دې مهاله ۵۵۴۳۲ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او څه باندې ۱۲۸زره نور بیا ټپیان شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام