د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي ویلي، اسراییل تېرو څلورو ورځو کې د ایران ملکي سیمې په نښه کړي او پر سولهییزو اټومي تاسیساتو يې بریدونه کړي.
هغه نن (دوشنبه، جوزا ۲۶) یوې غونډې ته وویل، اسراییل ایران کې د اوسېدو سیمې په نښه کړي او اصفهان کې د نطنز بټو په څېر یې د ایران سولهییز اټومي تاسیسات تر برید لاندې راوستي چې دغه اقدامات په مطلق ډول د ټولو نړیوالو اصولو نقض کولو په مانا دي.
هغه وویل، د اوسېدو په سیمو برید، داسې وخت کې د نظامي شخصیتونو ترور چې جګړه نهوه پیل شوې، د بې ګناه ایرانیانو وژنه او په کورونو کې د خلکو په نښه کول د جنایت څرګندې بېلګې دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د راپورونو پر اساس، د ایران روغتیايي مسوولانو تایید کړې چې تېرو څو ورځو کې د اسراییل بریدونو کې لږ تر لږه ۲۲۴ کسان وژل شوي او تر ۱۲ سوه زیات ټپیان دي.
ایران هم پر اسراییلو خپلو ځوابي بریدونو ته دوام ورکړی. یو وار بیا تېره شپه په حیفا او څو نورو سیمو د ایران توغندي لګېدلي دي.