Asset 1SWN

نایجریا کې وسله‌والو د برید پرمهال ۱۰۰ کسان وژلي

Chadian_Soldiers_Reuters

د بنښې نړیوال سازمان وايي چې د نایجریا په مرکزي «بینو ایالت» کې د وسله‌والو له لوري د مرګوني برید پرمهال ۱۰۰ کسان وژل شوي دي.

 د یاد سازمان په وینا، برید تېره جمعه، د یاد ایالت اړوند په «ېلېواتا کلي» کې شوی دی.

یاد بنسټ پر خپله‌ اېکس‌پاڼه لیکلي: «ډېری خلک لاهم ورک دي … لسګونه ټپیان شوي او له درملنې پرته پاتې دي. ډېرې کورنۍ په خپلو خوب خونو کې بندې شوي او سوځول شوې دي.»

بینو ایالت د نایجریا منځنۍ برخه بلل کېږي چې د شمال د مسلمانانو سیمې د یاد هېواد عیسوي مېشت سوېلي سیمې سره نښلوي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


دا سیمه د ځمکې پر سر د سیالیو، د څارویو لپاره د څړځای او بزګران چې د کښت لپاره د کرنې وړ ځمکې ته اړتیا لري، تل د دواړو لوریو ترمنځ د شخړو د رامنځته‌کېدو اصلي لامل بلل کېږي.

ډېری وخت دغه تاوتریخوالی د قومي او مذهبي وېشونو له امله په شخړو بدلېږي.

د راپورونو له مخې، تېره میاشت د نایجریا د مرکزي بینو ایالت په ګویرویسټ ولسوالي کې د اوونۍ د پای بریدونو په لړۍ کې لږترلږه ۴۲ کسان د شکمنو شپنو له لوري په ډزو وژل شوي وو.

له ۲۰۱۹ کال راهیسې د نایجریا د نښتو په سیمه کې له ۵۰۰ څخه ډېر کسان وژل شوي او ۲.۲ میلیونه یې د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام