Asset 1SWN

سلام وطندار

ایران: د اسراییلو ډرون مو نسکورې کړي

پهپاد+_

د ایران دولتي رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد په شمال‌لوېدیځ کې د اسراییلو ډرون وېشتل شوي او له‌منځه وړل شوي دي.

په راپور کې ویل شوي چې دغه ډرون د جاسوسۍ لپاره د ایران فضا ته ننوتلې وې چې د ایران د پوځ له لوري وېشتل شوي دي.

د ایران دولتي تلوېزیون راپور کې ویل شوي: «د سلماس سرحدي سیمه کې د اسراییلو ډرون چې د هېواد هوايي حریم یې، نقض کړی و، نسکورې شوي دي.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


ایران بېګاه شپه ناوخته پر اسراییلو غچ اخیستونکي بریدونه پیل کړل او سلګونه توغندي یې، د اسراییلو پر بېلابېلو سیمو وېشتلې دي.

تر دې مهاله په دې توغندیزو بریدونو کې دوه کسان وژل شوي او ۴۰ نور ټپیان دي.

په ورته مهال په بریدونو کې د یوشمېر ودانیو د ویجاړېدو او ګڼو مالي زیانونو د اوښتو پخلی هم شوی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام