Asset 1SWN

ټرمپ نتن‌یاهو ته: د ایران پر اټومي تاسیساتو برید سره مخالف یم

2025-04-07T172847Z_886595328_RC20TDACUPLX_RTRMADP_3_USA-TRUMP-TARIFFS-ISRAEL-1746544747

د امریکا ولسمشر ډونالډ د اسراییلو له لومړي وزیر بنیامین نتن‌یاهو سره د ټیلیفوني اړیکې پرمهال د ایران پر اټومي تاسیساتو له بریدسره مخالفت ښودلی دی.

ټرمپ او نتن‌یاهو د روانې اوونۍ د دوشنبې پر ورځ  ۴۰ دقیقې ټیلیفونې خبرې وکړې او ټرمپ په دې خبرو کې له ایران سره د اټومي وسلو په تړاو هوکړه شونې وبلله.

ټرمپ ټينګار کړی چې باوري دی، له ایران سره به د اټومي وسلو په تړاو یوې هوکړې ته ورسېږي او په وینا یې، د اوس لپاره د یاد هېواد پر اټومي وسلو له برید سره مخالف دی.

د نړیوالو رسنیو د راپور له مخې، بنیامین نتن‌یاهو په دې ټیلیفوني اړیکه  کې ټينګار کړی چې ایران په «وخت‌ضایعه کولو» کې مسلکي دي او باید له یوه پوځي ګواښ سره مخ شي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


امریکا د مې میاشتې پر ۳۱مه تهران ته د اټومي وسلو په تړاو د هوکړې لپاره وړاندیز لېږلی، خو تهران وايي، د یاد وړاندیز پر ارزونې بوخت دي.

ټرمپ همداراز اعلان کړی چې د امریکا او ایران ترمنځ شپږم پړاو خبرې به د روانې اوونۍ پنجشنبې پر ورځ پیل شي. د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي بیا ویلي چې دوی د یاد پړاو خبرو په اړه چې راتلونکې شنبه، د عمان پلازمېنې مسقط کې پیلېږي، چمتووالی نیسي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام