Asset 1SWN

د ایران او امریکا ترمنځ شپږم پړاو خبرې راتلونکې یکشنبه ترسره کیږي

ایران امریکا خبرې

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي ویلي، د دغه هېواد اټومي پروګرام پر سر د واشنګټن او تهران ترمنځ د غیر مستقیمو خبرو راتلونکی شپږم پړاو (یکشنبه، د جوزا ۲۵مه) د عمان پلازمینه مسقط کې ترسره کیږي.

د ایراني رسنیو د راپور پر اساس، اسماعیل بقايي د غیرمستقیمو مذاکراتو د راتلونکي پړاو په اړه د خبریالانو د پوښتنې په ځواب کې ویلي:

«د ترسره شوو مشورو په پام کې نیولو سره، د ایران او امریکا د غیرمستقیمو خبرو بل پړاو راتلونکې اونۍ د یکشنبې په ورځ په مسقط کې ترسره کېدونکی دی.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


له دې مخکې، د دغو خبرو له پنځو پړاوونو درې د عمان په مسقط او دوه د ایټالیا په روم ښار کې د عمان په منځګړیتوب ترسره شوي دي.

د راپورونو پراساس، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا تازه څرګندونو کې ویلي چې ایران د یورانیمو د غني‌ کولو هڅه کوي، خو «متحده ایالتونه دا نه‌شي منلی.»

ټرمپ زیاته کړې چې ایران د هوکړې لپاره چمتو نه‌دی او د هوکړې بدیل غوراوی ډېر وېروونکی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام