د راپورونو پر اساس، له تېرې ورځې راهیسې پر غزې د اسراییلي ځواکونو بریدونو کې لږ تر لږه ۶۲ فلسطینیان وژل شوي او ګڼ شمېر ټپیان دي.
الجزیرې شبکې نن سهشنبه جوزا ۱۹ راپور ورکړی چې غزه کې د بشري مرستو په ترلاسه کوونکو د اسراییلي ځواکونو تازه بریدونو کې دوو فلسطینیانو ژوند بایللی او د ۹۲ نور ټپیان شوي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
راپور کې ویل شوي چې تېره ورځ هم د رفح سویل کې د بشري مرستو وېشلو مرکز ته نژدې د اسراییل برید کې ۱۴ فلسطینیان وژل شوي وو.
د غزې د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، د حماس او اسراییل ترمنځ د جګړې له پیل راهیسې، نژدې ۵۵ زره فلسطینیان وژل شوي او تر ۱۲۶ زره زیات ټپیان دي.