امریکا تېره ورځ چهارشنبه د ملګرو ملتونو د امنیت شور هغه پرېکړهلیک ویټو کړ چې غزه کې یې د بېړني، دایمي او له قیدوشرط پرته د اوربند غوښتنه کوله.
د روسیې، چین، فرانسې او برتانیې په څېر ۱۴ هېوادونو دغه پرېکړهلیک ته موافق رایې ورکړې، خو د امریکا له لوري وېټو کولو یې د تصویب مخه ونیوله.
د امنیت شورا دغه پرېکړهلیک کې، غزه کې انساني وضعیت بحراني بلل شوی او په کې غوښتنه شوې چې غزې ته دې پر بشري مرستو لګول شوي محدودیتونه هرڅه ژر لغوه شي.
دا پنځم ځل دی چې امریکا غزه کې د اوربند پرېکړهلیک طرحه ویټو کوي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د امریکا بهرنیو چارو وزیر مارک روبیو یوه بیانیه کې ویلي: «دغه پرېکړهلیک د اسراییل پر ضد وو او د اسراییل او حماس ترمنځ ناسم قیاس ټینګوي.»
اسراییل هم د امریکا له دغې پرېکړې هرکلی کړی.
ملګروملتونو کې د برتانیې استازي غزې ته د مرستو رسولو پر وړاندې د اسراییل سیاستونه غیربشري بللي دي.
د یاد پرېکړهلیک پر وړاندې رای اچونه داسې مهال شوې چې ملګروملتونو او مرسته رسوونکو سازمانونو غزه کې د قطحۍ خبرداری ورکړی.
دې سره هممهاله غزه کې د مرستو وېشلو ځای کې د اسراییلي ځواکونو ډزو کې ۲۷ فلسطینیان وژل شوي دي.