Asset 1SWN

د پاکستان له یوه زندانه ۲۱۶ بندیان تښتېدلي

666012

د پاکستان امنیتي چارواکو ویلي چې د پاکستان د کراچۍ ښار د ملیر زندان څخه ۲۱۶ بندیان تښتیدلي دي.

دا پېښه د دوشنبې په ماښام د زندان دننه د بلوا وروسته او د څو پرله‌پسې زلزلې ټکانونو پرمهال رامنځته شوې.

د راپورونو له مخې، سلګونه بندیان د اداري دلایلو له امله له خپلو حجرو څخه بهر وو، او د ګډوډۍ وروسته، یو شمیر یې له ساتونکو سره په نښته کې ښکیل شول او له زندان څخه وتښتیدل.

له ساتونکو سره په نښتو کې یو زنداني وژل شوی او د زندان پنځه ساتونکي ټپیان دي. امنیتي چارواکي وايي، تراوسه له ۸۰ څخه زیات تښتېدلي بندیان بېرته نیول شوي او د نورو لټون روان دی.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د کراچۍ ښار امنیتي چارواکي وايي چې دغه پېښه د یاد زندان د ساتونکو د ناغېړۍ له کبله رامنځته شوې او په وینا یې، د پېښې په اړه یې، پلټنې پیل کړي دي.

د مېلر زندان چې د کراچي ښار له مهمو زندانونو شمېرل کېږي، دا مهال په‌کې شاوخوا شپږ زره بندیان، زنداني دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام