Asset 1SWN

امریکا او اسراییل غزه کې د اوربند وړاندیز ته د حماس ځواب رد کړ

غزه اوربند

د امریکا متحده ایالتونو او اسراییل ویلي چې د واشنګټن له لوري د اوربند وړاندیز شوې طرحې ته د حماس ځواب نه مني.

د منځني ختيځ لپاره د ډونالډ ټرمپ ځانګړي استازي اسټیو ویتکاف ویلي، د امریکا اوربند وړاندیز په اړه د حماس بیانیه د منلو وړ نه او تېر ته د ورستېدو په مانا ده.

ښاغلي ویتکاف پر اېکسپاڼه لیکلي چې: «حماس باید دغه طرحه چې د خبرو لپاره مو د مبنا په توګه وړاندې کړې ومني او کولی شو هغه سمدلاسه راتلونکې اونۍ پیل کړو.»

د امریکا استازي ویلي: «دا یوازینۍ لار ده چې کولی شي مونږ ٦٠ ورځني اوربند ته ورسوي، ترڅو نیم ژوندي یرغمل شوي او نیم مړه یرغمل شوي خپلو کورونو ته ستانه کړو.»

د هغه په وینا، دا د دایمي اوربند لپاره د اساس هڅه کېدی شي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د اسراییل لومړي وزیر بینیامین نتنیاهو دفتر هم ویلي: «سره له دې چې د یرغمل شويو ازادولو لپاره يې د امریکا طرحې سره هوکړه کړې، خو حماس اوس هم ترې ډډه کوي.»

حماس تر دې وړاندې ویلي وو چې غزه کې یې د اوربند لپاره د امریکا وړاندیز ته ځواب ورکړی.

د حماس بیانیه کې راغلي چې چمتو دي د فلسطیني زندانیانو خوشې کولو په بدل کې ١٠ اسراييليان خوشې او د هغو ١٨ جسدونه هم مقابل لوري ته وسپاري.

خو مشخصه کړې يې نه وه چې ایا د امریکا وړاندیز شوی اوربند يې منلی او کنه.

د حماس بیانیه کې د دایمي اوربند او له غزې د اسراييل بشپړ شاتګ هم د نورو شرطونو په توګه مطرح شوی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام