د ننګرهار امنیتي مسؤلان وایي، دغه ولایت کې یوه کس تېره ورځ جمعه ماښام لومړی خپل مور او پلار د چاقو په وسیله وژلي او وروسته یې خپل ځان هم وژلی دی.
د ننګرهار د امنیې قومنداني ویاند سید طیب حماد نن (شنبه، جوزا ۱۰مه) وویل، پېښه د جلالاباد ښار د پنځمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې شوې ده.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د هغه په وینا، د پېښې لامل نه دی مالوم، خو په تړاو یې څېړنې پیل شوي دي.
د یادونې ده چې د کورنیو ترمنځ د وژنو او تاوتریخوالي پېښې وخت ناوخته ولایتونو کې رامنځ ته کیږي.