Asset 1SWN

حکومت هلمند کې له بزګرانو څه باندې ۳زره مټریک ټنه غنم پېري

غنم

د اسلامي امارت د مشرتابه د حکم پر اساس، د ۱۴۰۴ لمریز کال لپاره هلمند کې له بزګرانو د “۳۶۲۰” مټریک ټنه غنمو د پېرلو بهیر پیلېږي.

د هلمند د والي ویاند مولوي محمد قاسم ریاض تېره ورځ دوشنبه وایي، د کرنې ریاست د غنمو پېرلو پروسې ارزولو او د تطبیق په موخه د همغږۍ ناسته هم کړې ده.

دغه غونډه کې له هلمندي بزګرانو غوښتل شوي چې که اضافي غنم لري، نو د پلور لپاره دې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ته مراجعه وکړي.

د کرنیزو چارو کارپوه عبدالبصیر صمیم دا یو مثبت ګام بولي او وايي، دا ډول پروګرامونه نه‌یوازې د بزګرانو حوصله لوړوي، بلکې د هېواد اقتصادي خپلواکۍ ته هم لاره هواروي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


عبدالغفور چې د ناوې ولسوالي یو بزګر دی، وایي:

«موږ ډېر خوښ یو چې دولت زموږ غنم پېري، دا به موږ ته ډېر مالي ثبات راولي. خو هیله لرو چې پیسې پر وخت راکړل شي.»

دوو نورو بزګرانو حاجي جان محمد چې د نادعلي ولسوالي اوسېدونکی او صدام مېړنی د لښکرګاه ښار اوسېدونکی وايي:

«که دولت زموږ غنم په مناسبه بیه واخلي، موږ چمتو یو چې خپل اضافي حاصل وپلورو. له پخوا ښه دی، ځکه مخکې زموږ غنم اکثر وختونه خرابېدل یا بهرنيو شرکتونو ارزانه اخیستل.»

«که دولت له بزګرانو غنم واخلي، دا به زموږ د خوړو قیمتونه هم کنټرول کړي. کورنۍ به له لوږې ژغورل کېږي.»

د چارواکو په وینا، د هلمند له بزګرانو د غنمو پېرلو پروسې څخه موخه یې ځان بساینه، د ملي تولید ملاتړ او د بزګرانو اقتصاد پیاوړي کول دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام