Asset 1SWN

له هرات څخه اروپايي هېوادونو ته ۲۵ ټُنه اچار صادر شول

5577acfd-8256-4f2b-b079-9fe7d370eb07

د هرات محلي مسوولان وايي چې له دغه ولایت څخه نن «دوشنبه، غبرګولي پنځمه» د یوه تولیدي شرکت له لوري ۲۵ ټُنه اچار اروپايي هېوادونو ته ولېږدول شول.

د هرات والي نوراحمد اسلام‌جار په دې اړه جوړو شویو مراسمو ته د وینا پرمهال دغه ګام ستایلی او ټينګار یې کړی چې د صادراتو برخه کې سوداګرو ته اسانتیاوې برابرې شوې دي.

په ورته مهال د «ګل‌نواز» تولیدي شرکت مشر نوراحمد علیزايي وايي چې دغه اچار د محلي کروندګرو له کرنیزو محصولاتو جوړ او په وینا یې، له نړیوالو معیارونو سره سم چمتو شوي دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


بل‌خوا د هرات د صنعت او سوداګرۍ ریس بشیرمحمد سیرت وايي چې د اچارو دغه جوپه ۲۵ ټُنه وزن لري او په پام کې ده چې دغه شرکت په راتلونکې کې د صادراتو کچه لوړه کړي.

په ورته مهال د هرات د کرنې او مالدارۍ خونې رییس بشیراحمد بهادري بیا وايي چې هرات د زاعفرانو، انګور، شاتو، بادرنګ، اچار، انځر او هوږې په څېر کرنیز محصولات لري چې ډېری برخه کې صادرېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام