د ننګرهار ځايي مسوولانو سلاموطندار ته وویل، د تورخم له لارې افغانستان ته واردېدونکي ۳۵ مټریک ټنه خوسا کچالو یې بیرته پاکستان ورګرځولي.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس محمد ولي محسن نن (دوشنبه، جوزا پنځمه) وویل، دغه کچالو په تورخم ښارګوټي کې د نباتي قرنطین مدیریت له لوري بېکیفیته او خراب تشخیص شوي او بېرته پاکستان ته ور وګرځول شوي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د اسلامي امارت مسوولانو له ټولو سوداګرو د باکیفیته محصولاتو واردولو هیله کړې، ترڅو هیوادوال له صحي او پاکو محصولاتو څخه ګټه واخلي.
د یادونې ده چې له دې مخکې هم له پاکستانه په لسګونه مټریک ټنه واردېدونکي کچالو او نور سبزیجات چې کیفیت یې خراب وه، بیرته پاکستان ته ګرځول شوي دي.