Asset 1SWN

د لوګر پوهنې ریاست سره د ۵۰زره ټوکه کتابونو مرسته شوې

34bac6b4-6ad7-4a6c-b055-153f81c8c109

د لوګر پوهنې ریاست مسوولان وایي چې د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو ملاتړې ادارې (UNICEF) له لوري د دغه ولایت پوهنې ریاست اړوند ښوونځیو سره د شاوخوا ۱۵زره امریکایي ډالرو په ارزښت د درسي توکو مرسته وشوه.

د دغه ولایت پوهنې ریاست ویاند شاه پور عرب سلام وطندار ته وویل، دغه درسي توکو کې څه باندې ۵۰زره ټوکه د لومړنیو ټولګیو زده‌کوونکو لپاره کتابونه مرسته شوې چې ډېر ژر به د لوګر په مرکز پل‌علم او ولسوالیو کې پر زرګونه زده‌کوونکو ووېشل شي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


عرب هم همدارنګه زیاته کړه، د پخوا په پرتله د لوګر په ښوونځيو کې دکتابونو کمښت ستونزه تر ډېره هواره شوې او د دغه ولایت پوهنې ریاست هڅه کوي چې له نړیوالو موسسو سره په ګډه په کومو سیمو کې چې په ښوونځيو کې کتابونو کمښت ستونزه لیدل کېږي، هواره کړي.

هېره دې نه وي چې تېره میاشت هم د (UNICEF) له لوري د شاوخوا ۷۰زره امریکايي ډالرو په ارزښت له پوهنې ریاست سره د درسي کتابونو مرسته وشوه.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام