د کونړ په څوکۍ ولسوالي اړوند په یوه ځنګله کې اورلګېدنې نږدې دیرش هکټاره ځنګل سوځولی دی.
د کونړ محلي مسوولان وایي چې د دغه ولایت څوکۍ ولسوالي اړوند د یوه ګل درې د نښترو یوه ځنګله کې اورلګېدلی چې نږدې دیرش هکټاره ځنګل یې سوځولی دی.
د کونړ طبیعي پېښو ته د رسېدنې ریاست د زیانونو ارزونې مدیر احسانالله احسان سلاموطندار ته وویل، د تېرې پنجشنبې پر ورځ د څوکۍ ولسوالي اړوند د یوه ګل درې لام کنده سیمې د نښترو په یوه ځنګل کې اورلګېدلی و چې دوه ورځې یې دوام وکړ او شاوخوا اته ویشت هکتاره ځنګل یې سوځېدلی دی.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د هغه په خبره، په سیمه کې د شپنو د پخلي له اور څخه لګېدلی و چې یاد زیان یې اړولی دی.
د احسان د معلوماتو له مخې، اور نور زیان نهلري او اوس د سیمې د خلکو او د ولسوالي د مسوولانو له لوري اور مهار شوی دی.
د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې هم د کونړ په یوشمېر نورو سیمو کې د نښترو په ځنګلونو کې اورلګېدنې رامنځته شوی چې له امله یې لسګونه هکټاره ځنګلونه سوځېدلي دي.