د هند لومړی وزیر نرېندرا مودي وايي چې پاکستان به له هغو سیندونو اوبه ترلاسه نهکړي چې دوی یې، حقدار دي.
مودي دغه څرګندونې شاوخوا یوه میاشت وروسته له هغې کوي چې وسلهوالو په هندي کشمیر کې د یوه برید پرمهال ۲۶ هندي سیلانیان ووژل.
هند د دغه برید پړه پر پاکستان وراچوي او د همدې مې میاشتې پر اوومه نېټه یې، پاکستان کې د وسلهوالو او ترهګرو ډلو پر مرکزونو پراخ بریدونه هم وکړل.
پاکستان بیا له ترهګرو د دوی ملاتړ ردوي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د هند له برید سره دواړو ګاونډیو هېوادونو څلور ورځې پرلهپسې پر یوه بل بریدونه وکړل او د امریکا په منځګړیتوب یې اوربند وکړ.
نرېندرا مودي د هند په شمال لوېدیځ راجستان ایالت کې یوې ولسي غونډې ته وویل: «پاکستان به د هر ترهګریز برید لپاره درنه بیه پرې کړي، د پاکستان پوځ به یې پرې کړي؛ د پاکستان اقتصاد به یې پرې کړي.»
د هندوس اوبه چې د هند له درېوو سیندونو سرچینې اخلي، د پاکستان ۸۰سلنه کروندې له همدې اوبو خړوبېږي.