Asset 1SWN

د کانونو وزارت سرپرست: افغانستان د ثبات او پانګونې لپاره فرصتونه لري

petroliam-r62npdch70720rxoij844klrorr8wk1so70aal6g08

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست هدایت‌الله بدري ایران ته د سفر پرمهال د کاني موادو نړیوال نندارتون کې ویلي، افغانستان باثباته هېواد دی او د پانګونې لپاره مناسب فرصتونه لري.

د هغه په وینا، اسلامي امارت غواړي د ګاونډیو هېوادونو له تجربو په ګټې اخیستو د افغانستان له کانونو اغېزمنه ګټه پورته کړي.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست همدارنګه د یاد نندارتون له بېلابېلو برخو او د لیتیمو د پروسس له کارخونې څخه لیدنه کړې او د خصوصي سکتور ګڼ شمېر شرکتونه یې په افغانستان کې پانګونې ته هڅولي دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


دغه راز، د نندارتون په څنډو کې د افغان پلاوي غړو د ایران د اړوندو ادارو له مسوولانو سره خپل نظریات شریک کړي دي.

ایراني چارواکو هم د اسلامي امارت پلاوي سره د لیدنو پرمهال د همکارۍ او پانګونې ډاډ ورکړی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام