هالنډ کې شاوخوا ۱۰۰ زره کسانو د فلسطین او غزې اوسېدونکو په ملاتړ پراخ لاریون کړی.
دغه لاریون چې تېرو دوو لسیزو کې تر ټولو پراخ لاریون بلل شوی، تېره ورځ یکشنبه د هالنډ په «هاګ» ښار کې چې د جرمونو نړیواله محکمه هم په کې ده، ترسره شوی دی.
لاریون کوونکو د هالنډ له دولته غوښتي چې غزه کې د اسراییل خونړۍ جګړې پایته رسولو لپاره لا ډېر اقدامات وکړي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هالنډ کې د فلسطین او غزې اوسېدونکو په ملاتړ دغه لاریون داسې مهال شوی چې پر غزې د اسراییلي ځواکونو د تېرې ورځې بریدونو کې تر ۱۵۰ زیات فلسطینیان وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان دي.
په دغو بریدونو کې تر ډیره استوګنیز کورنه او د بېځایه شویو پنډغالي په نښه شوي دي.
د راپورونو پر اساس، د اسراییل پوځ د غزې په شمال او شمال لوېدیځ کې د پراخو ځمکنيو عملیاتو د پیل خبر ورکړی چې د هوایي ځواک له لوري به یې هم ملاتړ کیږي.