Asset 1SWN

غزه کې اسراییلو پر اندونیزیا روغتون برید کړی

غزه-المواسي روغتون-فلسطین

د غزې په شمال کې د اندونیزیا په نوم روغتون چې یاده سیمه کې د محدود فعالو روغتونونو څخه شمېرل کېږي، د اسراییلي ځواکونو له لوري تر برید لاندې راغلی او دا مهال کلابند دی.

الجزیرې خبري شبکې نن یکشنبه، مې ۱۸مه راپور ورکړی چې اسراییلو دغه روغتون په نښه کړی او د خدمتونو وړاندې کولو بهیر یې، درول شوی دی.

یاد روغتون ته تر ډېره د اسراییلي ځواکونو له لوري په بریدونو کې ټپیان د درملنې لپاره وروړل کېدل.

د یاد روغتون مشر مروان السلطان وايي چې روغتون کلابند دی او هر څوک چې وخوځېږي، د اسراییلي ځواکونو له لوري وېشتل کېږي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د نوموړي په وینا، د یاد روغتون د بېړنۍ څانګې کارکوونکو باندې هم ډزې شوي او د روغتون وضعیت یې، بېړنی اعلان کړ.

هغه زیاته کړه چې روغتیايي کارکوونکي نور خدمات نه‌شي وړاندې کولای او پر نړیوالو سازمانونو یې، غږ وکړ چې د روغتیايي کارکوونکو د خونديتوب لپاره هڅې ګړندۍ کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام