د پکتیا ګردېز ښاروالي یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د ښار اړوند څلورمې ناحیې «اهنګرانو» زاړه بازار سیمه کې د پاکو اوبو رسولو د يوې شبکې چارې پیل شوې.
خبرپاڼه کې راغلي چې ياده پروژه د «يو اين هبيتات» د ملګرو ملتونو بشري استوګنځایونو دفتر په ۴۹ زره ډالرو مالي لګښت جوړيږي.
د اوبو رسولو دغه پروژه کې د یوې ژورې څاه کیندنه، د اوبو لپاره ذخېره، کورونو ته د اوبو لېږد پایپونه او لمریزې برښنا سیستم شامل دی چې د سیمې ۱۰۶ کورنيو ته به پاکې اوبه ورسيږي.
د مالوماتو له مخې، د پاکو اوبو رسولو يادې پروژې چارې به د دریو میاشتو په موده کې بشپړې شي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د یادونې ده چې تر دې وړاندې د یادې سيمې ډيری کورنيو پاکو اوبو ته لاسرسی نه درلود.
د ځايي اوسېدونکو په وینا، زیاتره کورنيو د عمومي ويالې له اوبو ګټه پورته کوله چې ډول، ډول ناروغی يې پيدا کولې.
دوی زیاته کړه چې د اوبو رسولو د دغې شبکې په جوړېدو سره به د پاکو اوبو برخه کې د يادو کورنيو ستونزه حل شي.