د رياستالوزرا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر د روسيې فدراسيون تاتارستان ته له څلور ورځني سفر وروسته تېره شپه بېرته کابل ته راستون شو.
هغه د کابل هوايي ډګر کې له رسنیو سره د خبرو پر مهال ویلي چې د دې سفر پر مهال یې د تاتارستان او د موردوویا جمهوریتونو له ولسمشرانو سره د سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو موضوعاتو په تړاو مهمې غونډې کړي او سفر یې له لاستهراوړنو ډک و.
ښاغلي برادر د روسیې فدراسیون د لومړي وزیر له دوو مرستیالانو سره هم د کابل او مسکو ترمنځ د دوه اړخیزې سوداګرۍ پر زیاتېدو، افغانستان کې د روسي پانګوالو پر پانګونې او په اقتصادي برخو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډو همکاریو پر رامنځته کولو بحث او خبرې کړي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نوموړي زیاته کړې چې د دې سفر په ترڅ کې د افغانستان او روسیې ترمنځ د ترانسپورټ او ترانزیټ، دوه اړخیزې سوداګرۍ او د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټورونو ترمنځ د ګډو همکاریو په برخه کې ۵ مهم هوکړهلیکونه هم لاسلیک شوي دي.
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د تېرې چهارشنبې په ورځ د ثور ۲۴ د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ د کازان ۱۶م نړیوال اقتصادي فورم کې د ګډون لپاره د روسیې تاتارستان ته سفر کړی وو.