Asset 1SWN

یوه کال کې ۵۷زره افغانان د عمرې لپاره سعودي ته تللي

حجاج-در-کندهار

د سیاحتي او زیارتي شرکتونو اتحادیې مشر ګلاب‌ سلطان‌زوی وویل، تېر کال شاوخوا ۵۷ زره افغانانو د عمرې ادا کولو لپاره سعودي عربستان ته سفر کړی دی.

هغه د سیاحتي او زیارتي شرکتونو له مسوولانو وغوښتل چې هېوادوالو ته باکیفیته معیاري خدمات وړاندې کړي.

ورته وخت کې د عدلیې وزارت مسوولانو نن چهارشنبه د ثور ۲۴مه کابل کې یوې غونډې ته وویل، د سیاحتي شرکتونو سرغړونې صفر ته رسېدلي.

د عدلیې وزارت د انسجام عمومي رییس احمد ضیا خُبیب وویل، پخوا به سیاحتي او زیارتي شرکتونو پرلپسې سرغړونې کولې، خو د اسلامي امارت له بیاځلې واکمنېدو راهیسې دغه سرغړونې صفر ته رسېدلي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


ده وویل: «هغه کسان چې عمرې ته ځي، باید په مناسک خبر وي او جده کې د حج ادا کوونکو لپاره اسانتیاوې نشته او هلته باید ستونزې حل شي. پخوا سیاحتي او زیارتي شرکتونو کې ډېرې ستونزې وې، د خلکو توکي ورک کېدل، اوس دغه سرغړونې صفر ته رسېدلي.»

ورته وخت کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسوولان د ګرځندوی صنعت په پرمختګ ټینګار کوي او وايي، دغه صنعت هېواد کې د اقتصادي څرخ لامل شوی دی.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مالي او اداري مرستیال قدرت جمال وویل، دغه وزارت هڅه کوي چې په بندرونو او هوايي ډګرونو کې د سیلانیانو لپاره اسانتیاوې رامنځ ته کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام