Asset 1SWN

اسراییل نږدې ورځو کې غزې ته نور سرتیري لېږي

240119134508-01-israel-gaza-gallery-update

د اسراییلو لومړی وزیر بنیامین نتن‌یاهو وايي چې نږدې ورځو کې به غزې ته نور سرتېري ولېږدوي او په وینا یې، د حماس د له‌منځه وړو لپاره به پراخ عملیات پیل کړي.

نوموړی دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې یوازې نن چهارشنبه، د غزې په بېلابېلو سیمو کې د بریدونو له امله ۶۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د مړو شویو او ټپیانو شمېر ښايي له دې هم لوړ شي.

لومړي وزیر بنیامین نتن‌یاهو تېره ورځ د غزې جګړه کې ټپي شویو سرتېرو سره د لیدنې پرمهال ویلي چې غزه کې د حماس او اسراییلو ترمنځ د جګړې درولو لپاره هېڅ لاره نشته.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


هغه زیاته کړې: «که حماس ووايي چې ډېر برمته شوي خوشې کوي، موږ به هغه واخلوو او په ټول ځواک به غزې ته ننوځوو، خو په هېڅ وجه به دغه جګړه ونه‌درېږي.»

په ورته مهال حماس وايي چې پاتې برمته شوي به هلته خوشې کړي چې اسراییل له غزې ووځي، فلسطیني بندیان خوشې کړي او په وینا یې، دایمي اوربند ته لاره هواره شي.

اسراییل وايي، لاهم ۵۸ برمته شوي له حماس سره دي چې له ډلې یې، ۲۳ ژوندي دي. پاتې نور کسان د دواړو لوریو ترمنځ د شویو هوکړو په پایله کې خوشې شوې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام