Asset 1SWN

ننګرهار پوهنتون کې د کتاب ارزښت او مطالعې دود نندارتون جوړ شو

ش

ننګرهار پوهنتون کې د کتاب ارزښت او مطالعې دود نندارتون مسوولان وايي، د دغه نندارتون له جوړولو څخه موخه یې ټولنه کې د کتاب لوستنې او مطالعې دود پیاوړي کول دي.

د یاد نندارتون تنظیموونکي سعید محمد وقار وویل، دغه نندارتون تېره ورځ ننګرهار پوهنتون کې جوړ شوی او نن چهارشنبه هم دوام کوي چې په کې سلګونه بېلابېل ډوله کتابونه نندارې ته اېښودل شوي، ترڅو ځوانان مطالعې ته وهڅوي.

په ورته مهال د نندارتونونو ګډونوال وايي، د وروستیو کې د ټولنیزو رسنیو کارولو له امله د کتاب لوستنې دود کمزوری شوی او له منځه تلو په حال کې دی.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


دوی غوښتنه کوي چې د سرپرست حکومت مسوولان دې دغه برخه کې هڅې زیاتې کړي.

د یادونې وړ ده چې واک ته د دویم ځل لپاره د اسلامي امارت له رسېدو وروسته، د هېواد په ګوټ ګوټ کې د کتاب لوستنې او مطالعې دود پیاوړتیا په موخه دا ډول نندارتونونه جوړ شوي چې مطالعې ته د ځوانانو په هڅونه کې اغېزمن بلل کېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام