د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل نن (سهشنبه، ثور ۲۳) ویلي چې د دغه وزارت مالي او اداري مرستیال ډاکتر محمد نعیم د افغانستان لپاره د بېپولې ډاکترانو سازمان مشر میکېل لوپۀ سره لیدلي.
دغه کتنه کې دواړو لوریو د روغتیايي خدمتونو په پراختیا او د راستنو شوو لپاره د اړینو اسانتیاوو پر برابرولو بحث او خبرې کړي دي.
د افغانستان لپاره د بېپولې ډاکترانو سازمان مشر ډاډ ورکړی چې د مور او ماشوم روغتیا او د روغتیايي کادرونو د ظرفیت لوړونې په برخو کې هڅو ته دوام ورکوي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
همدارنګه د بهرنیو چارو وزارت مرستیال هم ویلي، اسلامي امارت روغتیايي سکټور ته جدي پاملرنه کړې او د هېواد په ټولو ولسوالیو کې د روغتیايي مرکزونو د جوړېدو بهیر روان دی.
دا داسې مهال دی چې تېره ورځ د رییسالوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي د افغانستان د صحي علومو د انسټیټوټونو اتحادیې مسوولانو سره لیدنه کې ویلي چې افغانستان د روغتیا په برخه کې مسلکي او متخصص انساني ځواک ته اړتیا لري او دا د دولتي او غیردولتي تحصیلي بنسټونو مسئولیتونه دي چې متخصص او تکړه ځواک ټولنې ته وړاندې کړي.