د میانمار دولت د مخالفینو تر ولکې لاندې سیمه کې د هوايي برید له کبله ۱۷ زدهکوونکي وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان دي.
برید د واکمن جنتا ګوند له لوري پر یوه ښوونځي شوی.
دغه ښوونځی چې د ملي یووالي حکومت تر ولکې لاندې، د یاد هېواد مرکزي ښار دپایین په ساګاینګ سیمه کې اداره کېږي، د مارچ ۲۸ نېټې پرمهال شوې مرګونې زلزلې له مرکز سره نږدې پروت دی.
د چارواکو په وینا، د بمبارۍ له امله یوشمېر زدهکوونکي ورک دي او وېره ښيي چې د وژل شویو او ټپیانو شمېر ښايي له دې هم لوړ شي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
میانمار د ۲۰۲۱ کال د کودتا په ترڅ کې واک ته د بېرته ستنیدو پر وړاندې د لاریونونو د ځپلو لپاره د وژونکي ځواک څخه کار اخیستو راهیسې د شخړو سره مخ دی.
پوځ د حکومت ساتلو لپاره مبارزه کوي او د قومي اقلیتونو د پوځونو او د NUG سره تړلي مقاومت غورځنګ له لوري د بغاوت د مخنیوي لپاره په ځمکنۍ جګړه کې خپل ځواک له لاسه ورکړی دی.