Asset 1SWN

بنیامین نتن‌یاهو: د امریکا له پوځي مرستو باید ځان خلاص کړو

2025-04-07T172847Z_886595328_RC20TDACUPLX_RTRMADP_3_USA-TRUMP-TARIFFS-ISRAEL-1744047336

د اسراییلو لومړی وزیر بنیامین نتن‌یاهو په کم‌ساري توګه یوې وینا کې ویلي چې دوی باید د امریکا له پوځي مرستو ځان خلاص کړي.

الجزیرې خبري شبکې نن دوشنبه، مې ۱۲مه په یوه راپور کې ویلي چې لومړي وزیر بنتن‌یاهو دغه څرګندونې اسراییلو کې د کنست بهرنۍ او دفاعي کمېټې سره ناستې ته کړې دي.

نوموړي وړاندیز کړی چې په کلنۍ توګه د امریکا له لوري اسراییلو ته کېدونکې پوځي مرستې باید په تدریجي توګه کمې شي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د نتن‌یاهو په وینا، اسراییل دا مهال په کال کې د څلور میلیارډ ډالرو په ارزښت له امریکا څخه پوځي تجهیزات ترلاسه کوي.

هغه ویلي: «زه فکر کوم چې موږ اړتیا لرو چې باید د امریکا له پوځي مرستو ځان خلاص کړو.»

که څه هم د نتن‌یاهو د دې څرګندونو تر شا د انګېزې په تړاو څه نه‌‌دي ویل شوي، خو دغه څرګندونې د ټرمپ او نوموړي ترمنځ د اختلافاتو او د امریکا او حماس ترمنځ د یوه برمته شوي، د ازادېدو په درشل کې شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام