د هلمند د عامې روغتیا ریاست چارواکي وايي چې د لومړي ځل لپاره په بُست ولایتي روغتون کې د ۷.۷ میلیونه افغانیو په لګښت د ناروغانو د معاینې لپاره د (OPD) نوې څانګه پرانېستل شوه.
د عامې روغتیا رییس قاري فضل احمدشفیعالله وایي: «دا څانګه د خلکو لپاره یو ستر پرمختګ دی. موږ هڅه کړې چې د معایناتو، درملنې او نورو روغتیايي خدماتو ته د اسانه لاسرسي زمینه برابره کړو. له دې وروسته به ناروغان اړ نه وي چې اوږده واټنونه ووهې، بلکې همدلته به ورته د ورځنیو خدماتو یو منظم سیستم برابر وي.»
نوموړی زیاتوي چې دا څانګه د لسو بېلابېلو برخو له هغې ډلې داخله، جراحي، غوږ، پوزه، ستونی، ماشومانو، سترګو او نورو برخو لپاره ځانګړې شوې. بلخوا د هلمند والي مولوي عبدالرحمن مسلم کندوزي د دغې څانګې پرانیسته یوه مهمه لاسته راوړنه وبلله.
نوموړي وویل: «موږ د اسلامي امارت له راتګ راهیسې هڅه کړې چې د روغتیا برخې ته ځانګړې پاملرنه وکړو. د بست روغتون دا نوې څانګه د هغو هڅو یوه بېلګه ده چې موږ یې د ولس د هوساینې لپاره کړې دي. مخکې به خلکو ته د روغتیايي خدمتونو رسول له ډېرو خنډونو سره مخ و، خو اوس دا ستونزې په تدریج سره حلېږي.»
د بست روغتون امر ډاکټر محمدنسیم صدیق وايي، چې د OPD څانګې پرانیستل یوه حیاتي اړتیا وه. «له دې وړاندې موږ د ناروغانو لپاره ځانګړې څانګه نه لرله، او دا به د ناروغانو د ګڼښت، ناوختې معاینې او ځنډېدلو خدماتو لامل کېده. دا څانګه به دا تشه ډکه کړي، او د درملنې بهیر ته به چټکتیا ورکړي.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هلمند میشتي هم د دغې څانګې پرانیستو ته خوښ دي، خو له مسوولانو غواړي چې په لروپرتو سیمو او ولسوالیو کې هم ورته روغتیايي مرکزونه جوړ شي، څو د خلکو شته روغتیایي ستونزو ته پر وخت رسیدنه وشي.
د هلمند اوسېدونکی سلطان محمدسلطاني وایي: «موږ دا پرمختګ هرکلی کوو، خو ډېری خلک لا هم د روغتیايي مرکزونو له نشتوالي کړېږي، په ځانګړي ډول هغه کسان چې د ولسوالیو یا لېرې پرتو سیمو اوسېدونکي دي. تمه مو دا ده چې حکومت زموږ سیمو ته هم ورته پاملرنه وکړي.»

د یاد ولایت یوه اوسېدونکې ګلالۍ وایي: «زه خوشاله یم چې د بست روغتون دا نوې څانګه جوړه شوه، خو زموږ ستونزه یوازې دلته نه ده. ډېری مېرمنې په لیرو کلیو کې له ډاکټر، درمل او حتی نرسانو هم بېبرخې دي. هیله لرو چې دا خدمتونه د ټولو خلکو لپاره برابر شي.»
بست ولایتي روغتون چې د هلمند له مرکزي روغتیايي بنسټونو څخه شمېرل کېږي، نه یوازې د دې ولایت د مختلفو ولسوالیو، بلکې د ګاونډیو ولایتونو ناروغان هم د درملنې لپاره دې روغتون ته راځي.
د OPD څانګې پرانیستل به نه یوازې د ناروغانو د معاینې بهیر اسان کړي، بلکې د روغتون پر نورو څانګو د فشار کمولو کې هم مرسته کولای شي.