د هند بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویکرم مسري د پاکستان د پوځ هغه ادعا چې د افغانستان په خاوره د هند توغندي لګېدلي رد کړې او هغه یې «خندوونکې» بللې ده.
د راپورونو پر بنسټ، ویکرم مسري نن یوه خبري ناسته کې وویل، «د افغانستان خلکو ته مه ور یادوئ چې په تېر یو نیم کال کې د افغانستان بنسټونه او بې ګناه افغانان چا په نښه کړي دي.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د پاکستان د پوځ ویاند احمد شریف چوهدري نن ادعا وکړه چې پر پاکستان د هند توغندیزو بریدونو کې یې ځینې د افغانستان پر خاوره هم لګېدلي دي.
اسلامي امارت تراوسه په دې اړه کوم غبرګون نه دی څرګند کړی.
د یادونې ده چې د هند او پاکستان ترمنځ پیل شوې جګړه په تېرو دریو لسیزو کې سخت پړاو ته رسېدلې ده.